د دایکنډي ولایت د پوهنې رئیس مولوي عنایت الله سحر، او ورسره مل پلاوی مولوي شیرعلي حمزه د اسلامی تعلیماتو آمر، مولوي صدیق الله ژمند د بشری منابعوآمراو د دغه ولایت د عمومی تعلیماتو آمرمولوي عبدالمنان عابد له خپل ټیم سره. د RRSWO عمومي رییس محترم سراج الدین غفوري سره د دې موسسی په مرکزي دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د دایکندي ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي سهارد ټولنیزې هوساینې موسسه پوهنې ریاست یو ښه همکار او با استعداده موسسه وبلله او د دغه ریاست په لا زیاتې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
ښاغلي سهار په دايکنډي ولايت کې د ښوونځيو د مخکيني ټولګيو جوړولو ته هم اشاره وکړه، چې د ده په وينا، د يادو ټولګيو جوړول کولاى شي، چې زده کوونکي له زده کړې او ښوونځيو ته په ښه توګه چمتو کړي، له همدې امله دا يو له مهمو تدبيرونو څخه دى، چې بايد پلي شي.
ټولنیزې هوساینې موسسی عمومي رئیس په مرکزي دفتر کې د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو له شتون څخه هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ارسو موسسه په ټول افغانستان کې د خپلو تعلیمی فعالیتونو د پراخولو په حال کې دی. هڅه کوي چې ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي چې د دوی اساسي حق دی
د ارسو موسسی مشر هم د ارسو ادارې او دایکندي ولایت د پوهنې ریاست ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د رامنځته کولو وړاندیز هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ارسو موسسه په دایکندي ولایت کې اغیزمنې او ښې زده کړې ته ژمن دی او هڅه کوي د ښوونې او روزنې په برخه کې هم ښې اسانتیاوې برابرې کړي.
